د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين صدراعظم ون جيا باو د مارچ په پنځه ويشتمه نېټه په بېجينګ کې د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره وکتل او ويې ويل، چين غواړي له افغانستان او نړيوالې ټولنې سره د تګ راتګ او همکارۍ د پياوړتيا، د سيمه ييز امنيت او همغږۍ د ساتلو او د دايمي سولې او ګډ پرمختګ د تامينولو لپاره ګډ کوښښونه وکړي.
صدراعظم ون جيا باو وويل، چې د چين او افغانستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ پرمختګ به چټک شي. هغه زياته کړه چې ترهګري او نشه يي توکي د افغانستان او ګاونډيو هېوادونو لپاره ګډ ګواښونه دي. نو اړوندې خواوې بايد د دغو ګواښونو پرضد د مبازرې لپاره خپلې ګډې همکارۍ سره نژدې کړي.
حامد کرزي وويل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او دوستۍ پياوړتيا د افغانستان د پرمختګ لپاره ډېر اهميت لري. افغانستان هيله لري چې د کرڼې، اقتصاد او سوداګرۍ، پانګه اچولو، کانونو او د اساسي تاسيساتو د جوړونې په برخو کې له چين سره لا ښه همکاري وکړي.
ژباړونکې غوټۍ
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |