د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د مارچ د ٢٥مې نېټې په شپه چين ته د درې ورځنی رسمي سفر له پای ته ورسېدو وروسته په الوتکه له بېجينګ څخه وخوځيد.
سين هوا اژانس خبر ورکړ،د دغه سفر په ترڅ کې د چين د دولت رئيس هو جين تاو له حامد کرزی سره خبرې اترې وکړې او د دوه اړخيزې همکارۍ د سند د لاسليک په مراسمو کې يې ګډون وکړ.د چين د ملي ولسي کانګرس دايمي کميټې مشر وو بانګ ګو او صدراعظم ون جيا باو په جلا جلا توګه له حامد کرزي سره وکتل.بر سيره پر دې،حامد کرزی هم د چين او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې په څيړنيزه غونډه کې ګډون وکړ او په بېجينګ پوهنتون کې يې يوه وينا وکړه.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |