د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د بېجينګ په وخت د اپرېل د دېرشمې نېټې د شپې له اتو بجو نه تر لسو بجو پورې به د شانګهای نړيوال نندارتون پرانيستل شي. په هغه وخت کې به د چين د نړيوالې راډيو ويبپاڼې په دېرشو بهرنيو ژبو د دغه نندارتون د پرانيستونکو مراسمو په اړه ژوندۍ خپرونې ولري.
د مالوماتو له مخې، د سي ار ای ويبپاڼې به د انګليسي، جاپاني ژبو او عربي ژبې په ګډون په لسو ژبو ويډيويي ژوندۍ خپرونې خپري کړي. په عين وخت کې به د عکسونو له لارې د پښتو او فارسي ژبو په شمول په نورو شلو ژبو ژوندۍ تصويري خپرونې ترسره کړي.
ژباړونکې غوټۍ
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |