CRI Online

د ون چوان سختې زلزلې وروسته د هانکانګ د بېلا بېلو ټولنو له خوا مرستندويه کار ډېر اغېزمن شوی دی.

cri     (GMT+08:00) 2010-05-12 14:16:57

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، نن يعنی د مې دوولسمه نېټه د سه چوان ولايت د ون چوان سختې زلزلې له دوهمې کليزې سره برابره ده. د هانکانګ د ځانګړې اداري سيمې د سياسي چارو څانګې مشر ښاغلي تانګ ينګ نيان څو ورځې مخکې څرګنده کړه چې د سه چوان په زلزله ځپلو سيمو کې د هانکانګ له خوا د بيا رغونې مرستندويه کار اوس روان دی.

د معلوماتو له مخې، تر اوسه پورې د هانکانګ له خوا مرستندويه پانګه له خپلې کړې ژمنې سره سمون خوړلی دی چې ١٠ مليارډيو هانکانګي ډالرو ته رسېدلی دی او د مرستندويه پروژو شمېر ١٨٥ دی چې ټولې به يې په راتلونکيو دريو کلونو کې بشپړې شي.

ژباړونکې: سپوږمۍ

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای