د تايد په ويبپاڼه کې خبر : په ژوري خواشینی سره مو اطلاع تر لاسه کړ چی د افغانستان د ویاړه ډک تاریخ یو پخوانی خدمتګار اود قندز ولایت د یوي در ني کورنۍ غړی سنا تور غلام نبي ناشر د ورپیښي ناروغۍ له امله د مهاجرت په محیط کې په حق رسیدلی دی ((انا لله و ا نا الیه راجعون ((
اروا ښاد غلام نبی ناشر د هیواد په پخوانی مشرانو جرګه کې دورې سناتور او ددی جرګې معین و، ارواښاد ناشر د خلکو خدمتګارو او خپل ټول عمریې افغانستان ته خدمت کړی و. د ژوند په وروستیو وختونو کی د افغانستان د سولې له مسالې سره ژوره علاقه درلوده دده مړینه ضایعه ده.
زه انجینیر مطیع الله مطیع خروټی دخروټودقوم دسراسری شورا سرپرست او ددارالانشاء ریس د خپلی او دافغانستان دخروټودقوم دسراسری شورا رهبری هیت خواشینۍ او ډاډ ګیرنې مراتب د ده کورنۍ، دوستانو او د قندز ولایت دخروټودقوم شورا او خلکو ته وړا ندې کوم .خدای دی وبخښی او کورنۍ ته دې یې جمیل صبر په برخه شي.
د افغانستان د مشرانو جرګې پخوانى مرستيال غلام نبي ناشر د سرطان په څلورمه نېټه د جمعې په ورځ د پنځه اتيا كلونو په عمر په امريكا كې وفات شو.
نوموړى د ظاهر شاه بابا د دموكراسي په دوران كې د كندز ولايت خلكو دوه دورې د سناتور په توګه غوره كړ او د سناتورۍ په اته كلنه موده كې يې د مشرانو جرګې د معين په توګه خدمت وكړ.
تر دې دمخه دۀ په ولسي جرګه كې د كندز د خلكو د وكيل او دغه راز د كندز ښار د انتخابي ښاروال په توګه خدمت كړى و.
سناتور غلام نبي ناشر مرحوم په افغانستان كې د ثور له كودتا وروسته امريكا ته لاړ او پاتې ژوند يې په امريكا كې تېر كړ. دۀ د كندز ښار او ولايت په انكشاف او دغه راز د افغانستان د ملي شورا او مشرانو جرګې د غړي او معين په حيث د ټول هيواد په سوكالۍ او پرمختګ كې د قدر وړ خدمتونه وكړل.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |