د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د دغې راډيو د مشر وانګ ګنګ نيان په مشرۍ يو پلاوي د جولای په پنځمه نېټه د سريلانکا په لومبيني کې د دغې راډيو د کنفوسيوس راډيو ښوونځي له څانګې څخه ليدنه کتنه وکړه.
مشر وانګ ګنګ نياان د چيني ژبې د درس ورکولو او د چيني کولتور د خپرولو په برخه کې د دغه ښوونځي د ښو پايلو لوړه ستاينه وکړه او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د کولتوري تبادلې او دوستۍ د پرمخبېولو په برخه کې د ښوونځي له خدمتونو څخه يې خوښي څرګنده کړه. هغه زياته کړه چې د چين او سريلانکا د خلکو ترمنځ دوستي اوږد تاريخ لري او دوستانه کولتور يې له ژبو او کولتور سره اړيکې لري. د چين نړيوالې راډيو به په دغه هېواد کې د اف ام پر څپو راډيويي خپرونو او د دغه ښوونځي د اړوندو کارونو د ترسره کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي چې د دغه هېواد د ټولنې او خلکو لپاره ښه خدمتونه ترسره کړي او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ دوستي ټينګه شي .
ژباړونکې: غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |