د چين د نړيوالې راډيو دخبر له مخې شينجيانګ ته کتنې تر سرليک لاندی د چين د نړيوالې راډيو د معلوماتي سيالۍ د ځانګړی جايزې اخيستونکو د اعلانولو غونډه د اګېست په لومړنې نېټه په اورموچي ښار کې تر سره شوه . د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې د ګوند د فرعي کميټې دايمي غړي او د تبليغاتي څانګې د مشر لي ايي او د نوموړې راډيو د عمومي چلوونکي د مرستيال ما بو هوي په شمول ځينو مشرانو په ګډه 8 بهرنيو اوريدونکيو ته دغه جايزې ور کړې .
ښاغلي ما بو هوي په خپله وينا کې وويل ، بهرنيو اوريدونکيو له دغې سيالۍ څخه په شينجيانګ کې له يووالي او هوساينې څخه ډکه ملي فضا ، ښکلي طبيعي منظرې او ځانګړي ملي دودونه احساس کړي دي . اوس مهال زيات بهرني اوريدونکي تمه لري چې شينجيانګ ته سفر وکړي.
ژباړونکې: غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |