د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د مرستيالې وانګ دونګ مي په مشرۍ د چين د نړيوالې راډيو پلاوي د اګېست په اتمه نېټه په پلازمينه نيامي کې له ار ام راډيو او د دغه هېواد له دولتي راډيو څخه ليدنه کتنه وکړه .
د ار اېم راډيو عمومي مدير عبدارزاق په مشرۍ ټولو کارکوونکيو د نوموړي پلاوي هر کلی وکړ . مرستيالې وانګ دونګ مي وويل، د اف اېم خپروني په برخه کې د چين د نړيوالې راډيو د يو مهم همکار په توګه د ار ام راډيو کارکوونکيو خپل شوق او ذوق ښودلی دی .
عمومي مدير عبدارزاق پلاوي ته وويل ، د نايجر د يوې لويی شخصي راډيو په توګه د ار اېم راډيو پر دی وياړي چې د چين له نړيوالې راډيو سره يې همکاري کړی او کوي يي.د ده په أند د چين نړيواله راډيو له خوځنده ځواک څخه ډکه خبري رسني ده .نو دی د دواړو خواوو ترمنځ پر همکارۍ باندې پوره باور لري.
ژباړونکې: غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |