سندرې

·لومړی
·دوهم
·درېيم
·څلورم

عکسونه

 
اغلی جانګ ليانګ ينګ په چين کې يوه ډيره مشهوره سندره غاړې ده. د دی انګليسی نوم Jane Zhang دی . دا د١٩٨٤ کال د اکتوبر په لومړی نېټه زيږېدلې ده،162cm جګوالی او 49 کيلوګرامه وزن لری.

اغلی جانګ ليانګ ينګ اوس د سه چوان ولايت د پوهنتون د بهرنيو ژبو په پوهنځی کې زده کړه هم کوي. هغه وايی : زه له سپورټ، سفر او کتاب لوستنې سره هم مينه لرم.

دی په ٢٠٠٣ کال کې د هيواد په پوهنتونونو کې د محصلينو د سندر غاړيو په سيالی کې د چنګ دوی سيمې لومړی مقام ترلاسه کړ.

په ٢٠٠٤ کال کې يی د پوهنتونونو د محصلينو د سندر غاړيو په عمومی سيالی کې لومړی مقام ترلاسه کړ او د PUBسندرو په عمومی سيالی کې هم بريالی شوه.

دی په ٢٠٠٥ کال کې د چين د هونان ولايت د تلويزيون له خوا د عامو وګړو د سندره غاړيو په يوه ملی سيالی کې درېيم مقام ونيو.

ډير خلک اوس د جانګ ليانګ ينګ له سندرو سره مينه لری او پلويانو يی د دې په نامه زيات کلبونه هم جوړ کړی دی.