د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين نړيوالې راډيو د عمومی چلوونکی مرستيال لي جونګ شانګ د پاکستان په ځايي وخت د اګيست د ٢٨مې نېټې له غرمې وروسته د پاکستان له دولتي راډيو څخه ليدنه وکړه. ښاغلي لي جونګ شانګ د ليدنې په ترڅ کې د پاکستان د دولتي راډيو له مشر مرتضی سولانګی سره د دواړو راډيوګانو د کارکوونکيو ترمنځ د تګ راتګ په اړه د دوه اړخيزې همکارۍ تړون لاسليک کړ.
د چين او پاکستان د خبري رسنيو ترمنځ د همکارۍ او د کانفوسيوس راډيويي ټولګی په اړه يو سمينار چې د چين نړيوالې راډيو او د پاکستان د مظفر غار ښار د اورېدونکيو کلب له خوا په ګډه جوړ شوی، په همدې شپه د اسلام اباد د ماريوت په هوټل کې تر سره شو.
ژباړونکې: هوسۍ
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |