CRI Online

له چين څخه د چين نړيوالې راډيو د ځانګړې جايزې تر لاسه کوونکيو اوريدونکيو ليدنه په رسمي توګه پيل شوه

cri     (GMT+08:00) 2010-09-03 18:44:49

له چين څخه د چين نړيوالې راډيو د شخصي مهارت په سيالۍ کې د څانګړې جايزې تر لاسه کوونکو اوريدونکو ليدنه د سپتمبر په درېيمه نېټه د سه چوان ولايت په چنګ دو ښار کې په رسمي توګه پيل شوه چې اته اوريدونکي به په راتلونکي اوونۍ کې د دغه ولايت دودونه احساس او له نژدې وګوري .

په همدې ورځ د استراليا، البانيا، پولنډ او نيپال په شمول اته تنو اوريدونکيو په چنګ دو ښار کې د جايزې ورکولو په يوه غونډه کې ګډون وکړ. د سه چوان ولايت د سيلانۍ چارو ادارې مرستيال ون ميان، د چين نړيوالې راډيو د عمومي چلوونکي ادارې مرستيالې جانګ هونګ دوی ته جايزې ورکړې. ښاغلي وو ميان وويل، نړيوالې ټولنې د سه چوان ولايت د زلزله ځپلو سيمو بيارغونې ته ډېره پاملرنه کړې او بې غرضه مرسته يې ورکړې چې له امله يې د سيلانۍ چارې په چټکۍ سره اعاده شوې، دوی سه چوان ته له بېلا بېلو هېوادونو څخه د راغليو دوستانو سفرونو هرکلی کوي.

ژباړونکې: غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای