سندرې

·لومړی
·دوهم
·درېيم
·څلورم

عکسونه

 
جېمز بلونت(JamesBlunt) له ډېر کوچنيتوب څخه د پيانو او وايلون غږولو تکنولوژۍ زده کړه وکړه او په ښوونځيو کې د روک او رول له موسيقۍ سره بلدتيا ومونده. کله چې دی څوارلس کلن شو، د لومړی ځل يې ګيتار سره سندره وويله او خپله موخه يې وموندله. خو له پوهنتون څخه له فارغيدو وروسته په پوځ کې سرتيری شو چې د خپل خدمت په ترڅ کې يې يو مشهوره سندره (زړورتيا نه شته نه لرل) (No bravery) وويله. په ٢٠٠٢ کال کې له پوځ څخه له وتلو وروسته په پوره توګه د سندرو جوړولو او ويلو په چارو لاس پوری کړ. په ٢٠٠٤ کال کې د ده لومړی سی دي خپره شوه چې له امله يې او جېمز بلونت له يو کوچنی سندر غاړي څخه په يو لوی او نامتو سندر غاړي بدل شو. په بريتانيا کې يې د سي ډي له خپريدو وروسته ګڼ شمېر مينه وال وموندل. په دغه سي دي کې مهمه سندره (ته ډېره ښکلې يي) (You are beautiful) اوس نه يوازی په بريتانيا بلکې په زياتو هېوادونو کې دود شوی ده.