سندرې

·لومړی
·دوهم
·درېيم
·څلورم

عکسونه
 
د SHE په نامه هنري ډله په ٢٠٠١ کال په تايوان کې د ٣ ښکلو او زړه وړونکو نجونکيانو له خوا جوړه شوه چې په همدی کال کې يې خپل لومړنی البوم خپور کړ . دغه البوم د نجونو ليليه نومېږي ٠ هغه مهال د تايوان هنري کړۍ له ستونزو سره مخامخ وه، خو د SHE په نامه هنري ډلې له رامنځته کېدو وروسته د تايوان موسيقۍ ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي . دوی د ښکلو څېرو او خوږو غږونو له امله زيات ځوانان راجلب کړي دي .

له ٢٠٠١ کال څخه تر اوسه پوری يی لس البومونه خپاره کړي او زيات شمېر جايزی يې هم تر لاسه کړي دي .

د SHE په نامه هنري ډلې په ٢٠٠٧ کال کې خپل نوی البوم خپور کړ . په نوی البوم کې يې د لومړي ځل لپاره اوريدونکو داسې سندره وړانده کړه چې نوم يې و نه غواړم لويه شم ، په دغه سندره کی د موزارت د څلوېښتمی سمفونۍ يوه مشهوره نغمه شامله ده چی په لرغونی سبک بشپړه شوی او د ماشومانو د کوچنيتوب يو طبيعی او نېکمرغه احساس هم څرګندوی .