سندرې

·لومړی
·دوهم
·درېيم
·څلورم

عکسونه
 
فان شيو شيون د ١٩٧٧ کال د فبرورۍ په ٢٧ نېټه د چين په تايوان ولايت کې زيږيدلی ده. لس کاله مخکی پېغله فان د روغتيا په نامه سندرې ويلو وروسته ډېره مشهوره شوه او ور پسی يی د موسيقې پر لار د خپل پرمختګ لپاره ډېر کوشش وکړ.دې په وروستيو ورځو کې له خپل ملګري سره يو ځای د موسيقی يوه ډله جوړه کړې ده. هغې وويل زما تر ټولو لوی خوب دا دی چې په خوشحالۍ سره ژوندوکړم.له لسو کلونو وروسته که څه هم فان شيو شيون له زياتو ستونزو سره مخامخ شوی خو بيا لاهم د خپلې خوښې وړ موسيقې پر جوړولو ټينګار کوي. هغې زياته کړه چې دا په موسيقي کې نه يوازی خپل افکار څرګندوي بلکې د اوريدونکيو ترمنځ د خوشحالۍ احساسات خپروي،نو زما په نظر دا زما دنده ده.پيغلې فان دا خبره هم تکراره کړه چې که څه هم اوس مهال د موسيقی چاپيريال ښه نه دیخو زه بيا هم دغه لاره روانه يم،