CRI Online

د ګوانګ جو د اسيايي لوبو مقدماتي چارې به ژر پوره شی.

cri     (GMT+08:00) 2010-10-18 11:13:38

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ٢٠١٠ کال لپاره د ګوانګ جو د اسيايي لوبو او د معيوبينو لوبو په اړه د چمتووالي کارونه به ژر بشپړ شي.

د دغو لوبو د سياليو په اړه څلورمې کاري غونډې د اکتوبر په اوولسمه نېټه خبر ورکړ چې د پنځه څلويښتو اسيايي هېوادونو د نوم ثبتولو غوښتنليکونه منل شوي دي چې د ابتدائي شمېرنې سره سم به د لوبغاړيو شمېر لس زره او يو سل او شپږ پنځوس تنو ته او د چارواکو شمېر څلور زره او دوه سوه او دوه تنو ته ورسېږي. دغه راز د اسيا د معيوبينو لوبو د کميسيون له يو څلويښتو غړيو هېوادونو څخه د نهه دېرشو هېوادونو او سيمو کميسيونونو د نوم ثبتولو غوښتنليکونه وړاندې کړي دي چې د لوبغاړيو شمېر به دوه زره او دوه سوه او شپږ تنو ته ورسېږي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای