د چين د نړيوالې راډيو دخبر له مخې، د ګوانګ جو د اسيايي لوبو د ژبو خدمتي مرکز د اکتوبر په ٢٤مه نېټه د ګوانګ دونګ د بهرنيو ژبو او سوداګرۍ په پوهنتون کې په رسمي توګه پرانيستل شو.
نوموړی مرکز به د اسيايي لوبو د تر سره کيدو په موده کې د انګليسۍ،روسۍ،کوريايۍ،او جاپانۍ په ګډون د نهو ژبو په وسيله د اسيايي اولمپيک کميټې د چارواکيو،د پنځه څلوېستو هېوادونو او سيمو د لوبغاړيو،تخنيکي او مطبوعاتي چارواکيو لپاره د ژباړې خدمت برابر کړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |