شپږ پنډاګان به په نژدی راتلونکی کې ګوانګ جو ته وليږل شي چې د ٢٠١٠ کال لپاره د ګوانګ جو د اسيايي لوبو هڅونه وکړي.
د چين د وه لونګ په نامه د پنډاګانو څيړنېز مرکز د اکتوبر په پنځه ويشتمه نېټه اعلان وکړ چې دغه مرکز په جدي توګه شپږ پنډاګان انتخاب کړي چې ټول يې په ٢٠٠٩ کال کې زېږيدلي او دوه ښځې او څلور يې نر پنډاګان دي. د دغو پيډاګانو صحت ښه دی او بڼې يې ښکلې دي . دوی به د روانې مياشتې په پای کې د ګوانګ جو په پان يو کې د شيانګ جيانګ د وحشي حيواناتو پارک ته ولېږل شي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |