د چين د لامبو وهلو ملی ډله
د ګوانګ جو په شپاړسمې دورې اسيايي لوبو کې د چين سپورټي هئيت د اکتوبر په شپږويشتمه نېټه په بېجينګ کې جوړ شو چې پيمانه يې د چين په تاريخ کې ساری نه لري.
د دغه هئيت غړيو شمېر يو زر او پنځه سوه او څلور پنځوسو تنو ته رسېږي چې له دې جملې څخه د لوبغاړيو شمېر نهه سوه او اووه اويا تنه دی. دغه لوبغاړي په جلا جلا توګه د چين له يو دېرشو ولايتونو، ښارونو او خودمختارو سيمو څخه راغلي، قومونه يې د هان، تبت، کوريا او داور په ګډون څوارلس دی او منځنی عمر يې څليرويشت کلني دی. دغه راز په دغو لوبغاړيو کې د ليو شيانګ او لين دان په شمول له پنځه دېرشو غوره لوبغاړيو څخه عبارت دي چې د اولمپيک په لوبو کې يې د سرو زرو مډالونه ترلا سه کړي وو. ( غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |