د ګوانګ جو د شپاړسمې دورې اسيايي سپورټي لوبو عمومي مطبوعاتي مرکز د نومبر په لومړې نېټه په رسمي توګه پرانيستل شو.
دغه مطبوعاتي مرکز د ګوانګ جو ښار د دريل لارې د های بانګ سټېشن ته په نژدې سيمه کې پروت دی. دغه مرکز نه يوازې د څليروېشتو ساعتونو لپاره هغو خبريالانو ته چې ورسره ثبت دي خدمتونه برابروي، بلکې د دغو سپورټي لوبو مطبوعاتو مقر هم دی.
د دغه مرکز پراخوالی د شل زرو کليومترو نه زيات دی او څلور پوړونه لري چې پکې د بانک، مخابراتو، پوست او د کتابونو مغازې په شمول خدمتي تجهيزاتو باندې سنبال دی، پر دې سربيره، په دغه مرکز کې خبريالانو ته وړيا کافي او څښاک هم برابرېږي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |