CRI Online

راځئ چې لازيات وګړي د أسيا له سپورټي لوبو څخه خوند واخلی

cri     (GMT+08:00) 2010-11-02 15:43:23

د ٢٠٠٤ کال په جولاي کې د أسيا د سپورټي لوبو د کوربنۍ حق له ترلاسه کولو وروسته د چين په جنوبي ښار ګوانګ جو کې د دغو لوبو بېلا بېل مقدماتي کارونه پيل شوي دي . نن ورځ په دغه ښار کې نوې بڼه رامنځته شوېده . ګونګ جو چې په چين کې د ګلانو ښار په نامه ياديږي ، په تودو احساساتو سره د کورنيو او بهرنيو دوستانو هر کلی کوي څو چې دوي د أسيا له سپورټي لوبو څخه خوند واخلي.

د ګوانګ جو ښاروالي د دغو لوبو د چمتوالي په کارونو کې د اوبو، هوا ، د خلکو د استوګنې او ترانسپورټ د ښه والي لپاره ډېره هڅه کړې او کوي يي . د دغو لوبو د تشکيلاتي کميټې مرستيال او د ګوانګ جو ښاروال وان چينګ ليانګ وويل ، د بېلا بېلو ترتيباتو او اصلاحاتو له لارې د ښار په بڼه کې ستر بدلونونه راغلي دي چې اوس په دغه ښار کې اسمان نور شين، اوبه نورې پاکې او ښاري سيمه نوره ښکلی ده.هغه وويل (اواز.........) هغه شعار چې د أسيا د سپورټي لوبو هر کلی کوو او نوي ژوند جوړوو ، د دغو لوبو د تر سره کولو له لارې د ښاريانو لپاره د ژوند د نوي چاپيريال او شرايطو د برابرولو او د ژوند نويو اړتياوو د پوره کولو او د ژوند د کيفيت د لوړولو موخې لري.

ګوانګ جو د چين له پنځو لويو مرکزي ښارونو څخه يو دی چې ګلونه د کال په څلورو فصلونو کې غوړيږي .د دغو لوبو پر رارسيدو سره ښاروالي د ښاري سيمې د ښکلا او د ځمکو د سمسورتيا لپاره ډېره هڅه کړې چې لازيات چمنونه او کوچني باغونه اباد شوي دي .

د ګونګ جو د دونګ فنګ دونګ د ميدان په شاوخوا کې ښکلې ګلان او نباتات او طبيعي منظرې ليدل کيږي . د ګونګ جو د يوو شيو ښاري سيمې د ښاري أبادۍ او اوبو چارو د ادارې مرستيال چن شياو چوان وويل، په دغه ميدان کې منظرې د مسلکي طراحانو له خوا ډيزاين شوي چې د ښاريانو د ساعتېرې لپاره يو ښه ځای برابر شوی دی .هغه وويل (اواز.......) د ښار په مرکزي سيمه کې چې پخوا لويې ونې کمې وې ، لويې لويې ونې کښېنول شوې او تر سيوري لاندې يې کوچنی څوکۍ اچول شوي او راز راز سپورټي تجهيزات هم نصب شوي دي.

ښاريانو د ښکلي شوي چاپيريال په اړه خپله خوښي څرګنده کړه. ميرمن چن فانګ وويل،(اواز.......) زموږ په ښار کې زيات ځايونه پاک نه وو، خو د حکومت تر کوښښ وروسته زمونږ ښار ښکلی شوی دی چې په هر ځاي کې ګلونه غوړيږي.

د ګوانګ جو ښاروالي د أسيايي لوبو او د معيوبينو لوبو په موده کې د وګړو لپاره لس ډوله امتيازونه غوره کوي ، مثلا د رخصتۍ ورځې اوږديږي، د عامو بسونو او ميترو لګښت وړيا دی ، د سيلانۍ لګښت کميږي، خلکو ته د لوبغاليو او تاسيساتو خلاصيږي ، د دغو لوبو له عمده وو لوبغاليو څخه وړيا ليدنه او خلکو ته د نوموړو لوبو وړيا ټيکيټونه ورکول کېږي.د دې ترڅنګ ځانګړيو ډلو او کسانو ته بسپنې برابرږي او د انټرنټ استعمال وړيا دی.د روانې مياشتې له لومړنې نيټې څخه د ګونګ جو ښاريان او سيلانيان په وړيا توګه عام بسونه او ميترو سپرلي شي . د عامو بسونو او ميترو کاري وخت هم اوږديږي .

د اسيايي لوبو په موده کې به اويا لوبغالي وکارول شي چې دری پنځوس به يې د سياليو لپاره او ١٧ نور به يې د لوبغاړو د روزلو لپاره چمتو وي .د ګوانګ جو ښاروال مرستيال شو ژوي شنګ وويل (اواز.........) موږ د لوبغالو د جوړولو په عين وخت کې هم فکر وکړ چې د اسيايي لوبو تر ختمېدو وروسته دغه لوبغالي څنګه د پراخو ښاريانو لپاره خدمتونه وکړي .

د معلوماتو له مخې د اسيايي لوبو له پاي ته رسېدو وروسته به د ګوانګ جو ښاريان وکړای شي چې له دغو لوبغاليو څخه ګټه واخلي .د ګوانګ جو د أسيايي لوبو ښارګوټی به د استوګنې نوې سيمه وګرځي او ځيني لوبغالي به د سپورتي روزنې په اډو بدل شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای