د سعيد عيبي واګسو ا و نورو څلويښتو نامتو اسلامي مبلغينو مقبرې په دې ځاي کې پرتې دي . وايي چې سعيد د تانګ د جن ګوان په دوره کې يعني په شپږ سوه اوه ويشتم کال کې ګوانګ جو ته ورسېد او جومات يې جوړ کړ . سعيد په شپږ سوه نهه ويشتم کال کې وفات شو او دلته ښخ شو . دده مقبرې ته نژدې د نورو نامتو مسلمانانو مقبرې هم شته دي مثلا د ګوانګ جو درې وفادار مسلمانان يو فن چي ، ساجي فو او ما چن جو .
نوی جوړ شوی جومات په ګوانګ جو ښار کې تر ټولو لوی جومات دی او درې زره لمونځ کوونکي پکې ځاييږي .
|