له نننې ورځې يعنې د روانې مياشتې له ٧مې نېټې څخه د ګوانګجو د اسيايي لوبو تر پيل پورې يوازې پنځه ورځې پاتې شوې، د دغو لوبو تشکيلاتي کمېټې د روانې مياشتې په ٦ مه نېټه اعلان وکړ چې د سياليو په اړه مقدماتي کارونه به ژر بشپړ شي.
د رسمي معلوماتو له مخې ، د ګوانګ جو په اسيايي لوبو کې به د ٤٥ هېوادونو او سيمو ١٠١٥٦ تنه لوبغاړي او ٤٢٠٢ تنه اړوند چارواکي ګډون وکړي . اوس د سياليو ٥٣ ځايونه او د روزنې ١٧ ځايونه جوړ شوي چې د روانې مياشتې له ٥ مې نېټې څخه د لوبغاړيو د روزنې لپاره کارول شوي دي .
زرينه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |