CRI Online

د ګوانګ جو اسيايی لوبې په داسي لوبو بدلېږي چې کمې انرژۍ به پکې وکارول شی

cri     (GMT+08:00) 2010-11-08 17:24:27

د ګوانګ جو اسيايی لوبو د چمتو کولو په بهير کې په هراړخيزه توګه د کاربن د ايستنې اندازو کموالي، د انرژۍ سپمولو او د چاپيريال ساتلو پر اصولي نظريو ټينګار شوی دی. په ځينو جمنازيمونو کې د يوې عمومی نل ليکې، لمريزې انرژۍ، د اوبو پمپونو او ساختماني موادو د کارولو له لارې د جمنازيمونو او ستډيومونو د کارولو لګښتونه تر زياتې اندازې پورې ټيټ شويدي. ګوانګ جو د واقعی فعاليتونو له لارې د پاکو اسيايې لوبو تر سره کولو په اړه خپله ژمنه عملی کوي.

د اسيا د روانې دورې په سپورتي لوبو کې ٥٣ لوبغالي کارول کېږي چې اتيا سلنی يې پراخ شوي پخواني لوبغالي دي او يوازی دوولس لوبغالي يې نوي جوړ شوي دي. د ګوانګ ښاروال مرستيال او د اسيايی لوبو د تنظيمونکي کمېټې د دايمي سر منشی مرستيال شوی ژوی شنګ وويل د لوبغاليو د طرح، ډېزاين او أبادۍ په بهير کې د شنې ايکولوژۍ ، د انرژۍ سپما او د چاپيريال ساتنې ځانګړتياوې ښکاره شوې دي. هغه وويل (اواز)

ګوانګ جو ښار د تودې او معتدلې سيمې په منځ کې واقع دی ، نو لوبغالي په هراړخيزه توګه ددغه اقليمي ځانګړتيا له مخې د طبيعی باد او رڼا په کارولو سره ډيزان شوي او د انرژۍ سپمونکی مواد کارول شوي دي څو چې د دغو لوبغاليو په جوړولو کې د انرژۍ سپمولو او د کاربن د ايستنې د کموالی موخه ترسره شي.

د اسيايی لوبو ښارګوټی چې خاص د دغو لوبو د ترسره کولو لپاره جوړ شوی ، دوه اعشاريه ٧٣ مربع کيلومتره پراخوالی لری او د خبري رسنيو د کارکوونکو، لوبغاړو ، د تخنيکی چارواکيو کلي او د عمده خبري رسنيو مرکز پکې شامل دي چې د سياليو اړتياوې پوره کېږي . د يادونې وړ ده چې دغه سيمه به له سياليو وروسته د اوسيدو نوې سيمه وګرځي چې چاپيريال يې ښکلی او تاسيسات يې بشپړ دي. د د اسيايی لوبو ښارګوټی د لوبغاړيو کلي مطبوعاتي وياندې ين جي وويل په دغه ښارګوټي کې د انرژۍ سپما او د شنو خونو ايستنې د کموالي لپاره زيات نوي تخنيکونه کارول شوي دي. هغې وويل (اواز)

د انرژی سپمولو او د چاپيريال ساتلو په موخه زيات نوي تخنيکونه کارول شوي دي. د بېلګی په توګه په ښار کې يوه عمومی نل ليکه غزېدلې ده چې د تليفون او نورو مخابيراتی لينونو په شمول بېلا بېل سيمونه په يو عمومی نل ليکه کې غځېدلي دي. برسيره پر دې باران هم د بيرته اخيستلو وروسته بيا کارول کېږي ، مثلا دغه اوبه ګلونو ته ورکول کېږي او يا په تشناب کې استعاماليږي.

په دغه ښارګوټی کې عمومي جمنازيم د روانې دورې د اسيايی لوبو لپاره يوه نښه ده. په دغه جمنازيم کې د جمناستيک، هنری جمناستيک، بيليارد او ديوالی بال په شمول سيالۍ تر سره کېږي او د انرژۍ سپمولو په اړه زيات نوي تخنيکونه کارول کېږي چې په سلو کې شپيته انرژۍ سپما کېږي. د اسيايی لوبو ښارګوټی د هوا د کنترول تخنيکونو د څانګې مسئول شيا ګوانګ هوې وويل (اواز)

د هوا د کنترول ماشين د بسامد تبديل د تخنيک په استعمالولو سره د انرژۍ کارولو د موثريت په اړه د هېواد لومړې کچې معيار ته رسيدلی شي چې د عادی ماشين په پرتله په سلو کې له پنځلسو زياتې انرژۍ سپما کېږي .

د ګوانګ جو د اسيايی لوبو د تنظيمونکې کمېټې په اړه د چاپريال او هوا کيفيت د تامينولو څانګې مرستيال او د ګوانګ جو ښار د چاپيريال ساتلو ادارې مرستيال يانګ ليو وويل د اسيايی لوبو په موده کې د ګوانګ جو د هوا کيفيت تامينيدای شي. هغه وويل (اواز)

د اسيايی لوبو په موده کې به موږ تر وسې پورې هڅه وکړو چې غير عادی تدبيرونه غوره نه کړو ، خو په دې حال کې د هوا کيفيت لا هم ښه وساتو يعنی هره ورځ د سلفر دوه اکسايد، نيتيروژن دوه اکسايد او نورو دوړو قوام د هېواد لخوا ټاکل شوې دويمې کچې له معيار څخه کمې وي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای