CRI Online

د ګوانګ جو د اسيايي لوبو لپاره د اور بلوونکې نجلۍ کانګ چن چن

cri     (GMT+08:00) 2010-11-08 20:25:29

 په ١٩٩٠ کال کې د اسيايي لوبو اور د لومړی ځل لپاره په چين کې بل شوی دی. شل کاله وروسته د شپاړسمې دورې اسيايي لوبې به ژر د چين په جنوبي ښار ګوانګ جو کې پرانستل شي او دغه لويه سپورتي غونډه به يو ځل بيا په چين کې تر سره شي. د اکتوبر په نهمه نېټه د ګوانګ جو د اسيايي لوبو د لمبو رڼا نمايشي مراسم د بېجينګ د جيو يونګ ګوان په نامه لوی ديوال باندی تر سره شول. په دغو مراسمو کې د اور بلوونکې نجلۍ چې کانګ چن چن نومېږي او له کون مينګ ښار څخه راغلې، د خلکو د زياتې پاملرنې وړ ګرځېدلې ده.

دوه ويشت کلنه کانګ چن چن د يون نان ولايت د هنري پوهنځي د نغمی او موسيقۍ په اړه د څلورمې ټولګې زده کوونکې ده او د روان کال د اګېست په پای کې يې د چين د محصلينو ټولنې په سپارښتنه د اسيايي لوبو د اور بلوونکو د غوره کولو په سيالۍ کې ګډون وکړ چې په پاي کې بريالۍ شوه. د کانګ چن چن په اند، د اور بلوونکې په توګه ټاکنه ددې ډېر وياړ او فخر دی. دې وويل

ډېره نيکمرغه يم او وياړم چې د خپل ولايت په استازيتوب مې په دغه ټاکنه کې ګډون کړی دی . ځکه چې زما په ولايت کې زياتې غوره نجونې شته. نو ډېره نيکمرغه يم چې دغه فرصت مې تر لاسه کړ او بريالی شوم.

د اور بلوونکې په توکه ټاکنه نه يوازی بختور کار دی ، بلکې کانګ چن چن يوه ډېره غوره نجلۍ هم ده. لکه چې د ګوانګ جو د اسيايي لوبو د انتظامي کميټې په اړه د مشال ليږدونې د ډلې عمومي ډايرکتر وانګ ژو شه ويلي د کانګ چن چن د ټاکنې دری لاملونه شته . لومړی، د دې روحي کيفيت ښه دی چې په لوی فعاليت کې د زياتو وګړيو په وړاندي هيڅ د ډار حس نه لری . دوهم، اندامونه يې ښه او حرکات يې دي. درېيم چې کانګ چن چن يوه ښايسته نجلۍ ده چې و ونې لوړوالی يې يو سلو پنځه اويا سانتي متره دی او د دريو کلونو لپاره يې د لامبو وهلو روزنه ومنله .

د اور بلولو بهير اسان کار نه دی. د اکتوبر له اوومې نېټې څخه يوازی د دوو ورځو لپاره کانګ چن چن له ملګرو سره د بېجينګ د جيو يونګ ګوان په لوی ديوال باندې تمرينونه کړيدي .

د اکتوبر د نهمې نېټې د سهار په لسو بجو، د اور د بلولو مراسم په رسمي توګه پيل شول. هغه ورځ د بېجينګ په هوا کې لړه ښکته شوه، نو د لمر رڼا تته وه. کانګ چن چن ډېره خړه پړه وه او څو ځله يې د اور د بلولو لرګی سم کړ. په هغه وخت کې د دې لپاره ښايی وخت ودرېده. يو سل او اته پنځوس ثانيی وروسته اور بل شو . کانګ چن چن وويل،

په هغه وخت کې زما په زړه او ذهن کې د ايښودل شويو خاطرو بيان د قلم په ژبه نشی کېداي. يوازی هغه څوک چې پخپله په دغه فعاليت کې ګډون کړی ، بيانولی شی. په هغه وخت کې زما پر غاړه ټولې دندې او فشارونه ليری شوی دی. نو ډېره خوشحاله او احساساتي شوم .

پر کانګ چن چن پرته، د دغه فعاليت په ترڅ کې د دې پلار او مور هم له زياتو فشارونو سره مخامخ شوي وو. د دغې ورځې د يادونې په وخت کې مور يې لا هم د هيجان راوستونکې ده چې د خپلې لور په وياړ بې له اختياره له سترګو څخه اوښکې بهيدې .

له اسيايي لوبو سره د اړيکې د يادونې په وخت کې کانګ چن چن خبريال ته يو رمز ويلی چې انا يې په ګوانګ جو کې زېږېدلې ده او د اکا کور يې هم په ګوانګ جو کې دی. هر کال کانګ چن چن د پسرلنی جشن په وخت کې له پلار او مور سره ګوانګ جو ته ځي. هغې وويل، که څه هم زه د ګوانګ جو لهجه نه شی ويلی، خو د ګوانګ جو د خلکو دوستی او ميلمه پالنه احساسولای شی. په تېرو دوو کلونو کې په ګوانګ جو کې د اسيايي لوبو د رانژدې کېدو فضا ګام په ګام زياته شوې او په راتلونکی کې به تر خپلې وسې پورې د ګوانګ جو ښار او اسيايي لوبو د تبليغ لپاره زياته هڅه وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای