د لاوس د سپورټي پلاوی مشر سينګفون پوامت د نومبر په دوولسمه نېټه په ګوانګ جو کې زموږ د راډيو له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې د اسيايي سپورټي لوبو د تشکيلاتي کارونو په هکله خوښۍ څرګنده کړه.
هغه وويل په سږنيو اسيايي سپورټي لوبو کې د لاوس پلاوی په تاريخ کې ډېر لوی دی چې له يو سلو اوو تنو څخه جوړېږی او پکې دری پنځوس لوبغاړي به د لامبو وهلو، بوکس، جودو او تکواندو په شمول دوولسو ډولونو مسابقو کې برخه واخلي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |