د ګوانګ جو اسيايی سپورټي لوبو پرانيستونکي مراسم د روانې مياشتې په ١٢ نېټه ترسره شول. کتونکو او نړېوالو خبري رسنيو د دغو مراسمو لوړه ستاينه وکړه.
د بريټانيا دايلي مايل وويل چې له دغو مراسمو څخه د چين د جنوبي سيمې غوره کلتور څرګند شوی دی. د فرانسې اژانس خبر ورکړ چې د دغو سپورټي لوبو د پيل مراسمو هر ځای په زړه پورې او ښايسته دی. دغه اژانس د دغو مراسمو د ساتونکو او داوطلبانو د کوششونو هم ستاينه وکړه.
د دې ترڅنګ په دغو مراسمو کې له ايران، جاپان او نورو هېوادونو څخه برخه والو مامورينو او لوبغاړو هم د دغو مراسمو له امله خپله خوښي څرګنده کړې ده. دوی په دې نظر دي چې چين د دغو مراسمو لپاره ډېرې هلې ځلې کړې وي.
(احمد)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |