د ګوانګ جو اسيايی لوبی د نومبر په ١٥ مه نېټه دريمې ورځې ته ورسېدې . د چين لوبغاړيو ٤١ طلايي مډالونه ګټلي چې د طلايی مډالونو په ليست کې لومړی ځای نيسي.
د چين د لوبغاړو پلاوي په همدې ورځ د لس مترو په اوږدوالي د نښې ويشتلو لوبو په شمول يو لړ سياليو کې درې طلايي مدالونه ترلاسه کړل ، دغه راز يې د بدميتون په ښځينه ډله ايزه پايلوبه کې تايلند ته ماتې ورکړه او طلايي مدال يې وګاټه چې دا د اسيايي لوبو په تاريخ کې د چيني ښځينه لوبغاړيو نهم اتلوالی دی.
د دی خبر تر خپريدو پورې د کوريا جمهوريت ١٦ طلايي مدالونه او جاپان اته طلايي مډالونه وګټل چې د طلايي مډالونو د شمېر له لحاظه د چين نه وروسته دوهم او درېيم ځای نيسي .
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |