د ګوانګجو اسيايي لوبې د روانې مياشتې په ١٥ مه نېټه درېمې ورځې ته ورسيدې. د چين لوبغاړيو پلاوي په همدې ورځ نور ١٧ طلايي مډالونه وګټل او تراوسه پورې ٥٤ طلايي مډالونه لاس ته راوړي دي چې د طلايي مډالونو په ليست کې لومړی ځای نيسي.
په همدې ورځ کې د لامبو وهلو په سيالۍ کې له اوو مډالونو څخه ٥ مډالونه د چيني لوبغاړيو لخوا ترلاسه شول.د نښی ويشتلو په سيالۍ کې له ټولو٨ طلايي مډالونو څخه ٥ طلايي مډالونه هم د چيني ډلې لخوا وګټل شول.
د همدې ورځې پورې د لسو هېوادنو او سيمو سپورټي ډلو طلايي مډالونه ګټلي دي . کوريا جمهوريت ١٨ او جاپان ١٣ طلايي مډالونه ترلاسه کړي چې په جلاجلا توګه يې د طلايي مډالونو په ليست کې دوهم او دريم ځای نيسي.د چين تايبې او هانکانګ په جلاجلا توګه دوه طلايي مډالونه تر ګوتو کړي ، ديموکراتيکې کوريا ، هند، ماليزيا، فلپين او د چين مکاو په جلاجلا توګه يو طلايي مډال ګټلي دي.
زرينه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |