د ګوانګجو اسيايي لوبې د روانې مياشتې ١٦ مه نېټه ٤ مې ورځې ته ورسيدې. تر اوسه پورې چيني ټيم ٦٠ طلايي مډالونه ګټلي چې د مډالونو په ليست کې لومړی ځای نيسي.
چيني لوبغاړيو په همدې ورځ د بايسکل ځغلولو،چپه وهلو،د ښځينه ډله ييز ټنيس ، د نښې ويشتلو لوبو په شمول سياليو کې طلايي مډالونه لاس ته راوړي دي..
د چين د هانکانګ يوې لوبغاړې د ووشو په سيالۍ کې يوه طلايي مډال ترلاسه کړ.
د دې خبر تر خپريدو پورې د کوريا جمهوريت پلاوي ١٩ او د جاپان پلاوي ١٣ طلايي مډالونه ګټلي چې د مډالونو په ليست کې يې په جلاجلا توګه دوهم او درېم ځای نيسي. د چين هانکانګ درې مډالونه ترلاسه کړي چې څلورم مقام نيسي.
زرينه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |