د نومبر شپاړسمه نېټه د چين د ګوانګ جو د اسيايي لوبې خپلې څلورمې ورځې ته ورسيدې. د خبر تر خپريدو پوری د چينی لوبغاړيو پلاوي يو اويا طلايی مډالونه ګټلي چې د طلايی مډالونو په لېست کې لومړی ځای نيسي.
په همدې ورځ چينی لوبغاړيو د نښې ويشتلو، سنوکر، وو سو او لامبو وهلو په شمول سياليو کې طلايی مډالونه تر لاسه کړي دي.
د چين د هانکانګ يوې لوبغاړې د وو شو په سيالۍ کې لومړی طلايی مډال تر لاسه کړ.
تر اوسه پوری د کوريا جمهوريت او جاپان لوبغاړيو په جلا جلا توګه ٢١ او ١٥ طلايی مډالونه ګټلي چې دويم او درېيم ځايونه نيسي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |