CRI Online

د ګوانګ جو په اسيايي لوبو کې د چين د طلايي مډالونو شمېر له ١٢٠ څخه واوښته

cri     (GMT+08:00) 2010-11-19 20:01:23

د روانې مياشتې ١٩مه نېټه د ګوانګ جو د اسيايي لوبو اوومه ورځ ده. د چين لوبډلې په دغو لوبو کې ١٢٣ طلايي مډالونه تر لاسه کړي چې لومړی مقام نيسي.

چيني لوبغاړيو په همدې ورځ د پينګ پانګ، د نښې ويشتلو، تېکواندو او په نورو سياليو کې ١٤ طلايي مډالونه وګټل.

د دغه خبر تر خپرېدو پورې د کوريا جمهوريت او جاپان لوبډلو په جلا جلا توګه ٤٠ او ٢٤ طلايي ميډالونه تر لاسه کړي چې دوهم او درېيم مقامونه نيسي.

ژباړونکې: ياسمين

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای