د نومبر د شپږوېشتمې نېټې په سهار د دې خبر تر خپرېدو پورې په اسيايي لوبو کې د چين د طلايي مډالونو شمير يو سل يو اتياوو ته رسيدلی.
په پنځه وېشتمه نېټه د اتليتيک ورزش په مسابقه کې د چين لوبغاړيو اته طلايي مډالونه تر لاسه کړي، د باسکتبال په مسابقه کې چين د کوريا جمهوريت ته ماتې ورکړه او طلايي مډال يې تر لاسه کړ. برسيره پر دې، د لامبو وهلو، بوکس په شمولو په يو لړ نورو لوبو کې طلايي مډالونه هم چيني لوبغاړيو ګټلي دي.
د دې خبر تر خپرېدو پورې، د کوريا جمهوريت لوبغاړيو دوه اويا او جاپان نهه دېرش طلايي مډالونه تر لاسه کړي.
ژباړونکې:شکريه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |