نن د چين په ګوانجو ښار کې د افغانستان او بنګلدېرش ترمنځ د پايلوبې سخته سيالي وشوه، افغان لوبډلې يو سل اتلس منډې جوړې کړې او د بنګلدېرش لپاره يي د يو سلو نولس منډو هدف وټاکه. بنګلدېش د پنځو لوبغاړيو په سوځېدلو سره نوموړي هدف ته ځان ورساوه او د سرو زرو مډال يې خپل کړ. افغان لوبډلې د کرېکټ په لوبه کې دوهم مقام خپل کړ چې په دې سره يې د سپينو زرو د مډال خاوندان شول. دا د اسيايي لوبو په تاريخ کې ډېره ښه پايله ده.
افغانستان په اسيايي لوبو کې چې د اسيا پنځه څلوېښت هېوادونه ګډؤن لري د مډالونو په لېست کې دېرشم ځای نيولی چې دوه د سپينو او يو د پرونزو مډال دی.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |