CRI Online

هو جين تاو به د راتلونکي کال په پيل کې امريکا ته رسمي سفر وکړي

cri     (GMT+08:00) 2010-12-01 18:23:34

د چين د بهرنيو چارو وزير يانګ جيا چي د ډسمبر په لومړۍ نېټه کې تاييد کړه چې د امريکا ولسمشر باراک اوباما د چين د دولت رئيس هو جين تاو ته بلنه ورکړې ده چې د راتلونکی کال په پيل کې امريکا ته رسمي سفر وکړي.

ښاغلي يانګ په همدې ورځ په يو فورم کې وويل، چين او امريکا په اسيا او أرام سمندري سيمه کې پراخې ګډې ګټې لري. دواړه هېوادونه پر ځينو مسئلو د نظر توپيرونه هم لري خو کولای شي چې دواړو خواوو ترمنځ متقابل اعتماد د خبرو اترو په وسيله پياوړی شي او په ښه توګه مسئلې حل کړي.

نوموړي وويل، چين هيله لري چي له امريکا سره د دوه اړخيزې، سيمه ييزې او نړيوالې همکارۍ په اړه د بېلا بېلو کچو خبرې اترې وکړي او د دواړو خواوو ترمنځ اړيکو د ټينګښت او د اسيا او ارام سمندر سيمې د ثبات، پرمختګ او سمسورتيا لپاره ګډې هڅې وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای