CRI Online

هو جين تاو او اوباما د چين او امريکا تر منځ اړيکو او د کوريا په ټاپووزمه کې د حالاتو په اړه د نظريو تبادلې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2010-12-06 16:40:05

د چين د دولت رئيس هو جين تاو د دسمبر په شپږمه نېټه د امريکا له ولسمشر باراک اوباما سره د ټيلفون له لارې خبرې وکړې او د چين او امريکا تر منځ د اړيکو او د کوريا په ټاپووزمي کې د حالاتو په اړه يې د نظريو تبادلې وکړې.

هو جين تاو وويل،چين او امريکا له نړيوال پولي بحران سره د مقابلې،د نړيوال اقتصاد د بيا رغونې او چټکتيا،د نړۍ د سولې او ثبات د ساتنې په برخو کې زياتې ګډې ګټې لري.چين د کوريا د ټاپووزمې د ګاونډ هېواد په حيث د نوموړې سيمې حالاتو ته ډېر پام کوي.چين تل دا نظر لري چې خبرې اترې په نوموړې ټاپووزمه کې د ذروي مسئلې د حل يوازنې لاره ده.اوباما وويل،امريکا غواړي چې د اغيزمنو خبرو اترو او تماس نيولو له لارې نوموړې مسئلې حل کړي او له چين سره به په دې هکله د خپلو نظريو تبادلې ته دوام ورکړي.

ژباړونکې:شکريه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای