سندرې

·لومړی
·دوهم
·درېيم
·څلورم

عکسونه
 
وانګ فی د چين يوه ډېره مشهوره سندغاړی ده چی د ١٩٦٩ کال د اګست په ٨ نېټه د چين په پلازمېنه بېجينګ کی زېږېدلی او د ١٩٨٧ کال په پای کی د چين د هانکانګ د ځانګړی اداری سيمی ته ورسيده او د سندرو په ويلو يی پيل وکړ٠ وانګ فی په ١٩٩٠ کال کی خپل دوهم او دريم البومونه خپاره کړل چی په خپله هنری لار کی يوی نوی مرحلی ته رسيدلی ده٠ تر اوسه پوری وانګ فی ډېر شمېر البومونه خپاره کړی او ډېر شمېر کنسرتونه يی جوړ کړی چی په چين کی د ډېری مشهوری سندغاړی په توګه بلل کيږی٠ خو په ٢٠٠٦ کال کی له بده مرغه ددی دوهمه لور د شونډو د پری کيدو په ناروغۍ اخته شوه ، نو وانګ في خپله هنرې لاره وځنډوله او په کور کې پاتی شوه . ورپسې وانګ في او خاوند يي ددې لور يان ژان په نامه د پرې شونډې ماشومانو د درملنې لپاره يو صندوق جوړ کړ او تر اوسه پورې يي لس تنو داسی ماشومانو له دغه صندوق څخه ګټه اخيستې او پرې شونډې يي پيوند شويدي . نن ورځ په هېواد کې زيات شمېر هنرمندانو او نامتو شخصيتونو په دغه صندوق کې ګډون کړی او پيسې يي د سپنې په توګه ورکړي څو چې لا زيات شونډې پرې شوی ماشومان تر درملنې لاندي راوستل شی .