د ٢٠١٠ کال د معيوبينو اسيايي لوبې د روانې مياشتې د ١٢مې نېټې په شپه د چين په ګوانګ جو ښار کې پرانيستل شوې. د چين د صدراعظم مرستيال لي که چيانګ په همدې شپه د دغو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او د ايران، فليپين، لاوس، ماليزيا او بنګله ديش له مشرانو سره او د معلولينو د اولمپيک لوبو د نړيوالې کمېټې له رئيس فيليف کراوين، د معيوبينو د اولمپيک لوبو د اسيايي کمېټې له رئيس ابو زرين او د نړيوالو سپورټي لوبو سازمانونو له چارواکيو سره وکتل.
لي که چيانګ په دغو مراسمو کې د يادو شويو کسانو د ګډون هرکلی وکړ او و يې ستايل چې د معيوبينو د اسيايي لوبو ملاتړ يې کړی او د معيوبينو د سپورټي لوبو د پرمختګ لپاره يې فعال خدمتونه کړي دي.
ژباړونکې: هوسۍ
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |