په ٢٠١٠ کال کې د ګوانګجو د معيوبينو اسيايي لوبې د دسمبر په دوولسمه نېټه شپه په رسمي توګه پيل شوې. څلور تنه افغان لوبغاړي په دغو لوبو کې ګډون کوي. د دسمبر په ديارلسمه نېټه سهار د افغان لوبغاړي صابر محمد سلطاني د ٤٨ کيلوګرامو په کچه د نارينه و د وزن پورته کولو په سيالۍ کې د اتيا کيلوګرامو وزن په پورته کولو سره اتيايم مقام ونيو. د اردن ورزشکار عمر قرادا د يو سل او اوه شپېته اعشاريه پنځه کيلوګرامو وزن په پورته کولو سره د سرو زرو مډال تر لاسه کړ.
د معلوماتو له مخې، نور دری تنه افغان ورزشکاران به په جلا جلا توګه د لامبو وهلو او پينګ پانګ په مسابقو کې ګډون وکړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |