د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، نن ورځ يعنی د دسبمر څوارلسمه نېټه د ګوانګ جو د ٢٠١٠ کال د معيوبينو د اسيايي لوبو دوهمه ورځ ده. په همدې ورځ د افغانستان هئيت نور څلور تنه لوبغاړي په دغو لوبو کې ثبت شول چې دوی به په جلا جلا توګه د ځغاستي او د بايسکل ځغلولو په مسابقو کې ګډون وکړي. نو د دغو لوبو د رسمي ويبپاڼې د خبر له مخې، اته تنه افغان لوبغاړي په پنځو ډولو لوبو کې برخمن دي.
د يو بل خبر له مخې، په همدې ورځ سهار د پينګ پانګ په سيالۍ کې افغان لوبغاړي محمد احمدي صفار د کوريا جمهوريت له لوبغاړي کيم وانګ جين سره په دريو پړاوو مسابقو کې د دريو په مقابل کې صفر ناکام شو.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |