CRI Online

په ګوانګ جو ښار کې به د معلولينو د اسيايي لوبو په موده کې وګړيو ته د اسانتياوو برابرولو لپاره يو لړ تدبيرونه دوام ولری

cri     (GMT+08:00) 2010-12-15 10:29:12
 د ٢٠١٠ کال د ګوانګ جو د معلولينو اسيايي لوبې اوس په ګوانګ جو ښار کې روانې دي. د دغو لوبو د تشکيلاتي کمېټې د ترافيکي چارو مسئول جانګ جي شين وويل، د دغو لوبو په موده کې به په دغه ښار کې په پرله پسې توګه د عام ترافيک امتيازې تګلارې پلې شي او وګړيو ته د اسانتياوو برابرولو لپاره يو لړ تدبيرونه ونيول شي.

د معلوماتو له مخې، په ګوانګ جو ښار کې هغه ٨٠٠ بسونه او ټکسي موټرونه کارول کېږي چې د معلولينو لپاره خنډونه نه شته. بر سېره پردې په دغه ښار کې هم په بسونو د معيوبينو د سپرلو لپاره يو شمېر مرستندويه تاسيسات هم جوړ شوي دي.

ژباړونکې: هوسۍ

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای