د ډسمبر په ١٦مه نېټه د ګوانګ جو د معيوبينو اسيايي لوبو ٤مه ورځ ده. د دغه خبر تر خپرېدو پورې، د ٣٠ هېوادونو او سيمو لوبغاړيو په سياليو کې مډالونه تر لاسه کړي دي چې چين په ١١٨ طلايي مډالونو سره لومړی ځای او جاپان او ايران په جلا توګه دوهم او درېيم مقامونه په دې لړ کې نيسي.
بر سېره پر دې، د پاکستان، سريلانکا او سعودي عربستان لوبغاړيو په همدې ورځ په جلا جلا توګه د خپل وطن لپاره لومړی طلايي مډالونه وګټل.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |