د چين د دولت رئيس هو جين تاو به په همدې مياشتې ناوخته امريکا ته سفر وکړي.د بهرنيو چارو وزير يانګ چي جي چې اوس په امريکا کې د سفر لپاره مقدماتي کارونه کوي،د جنورۍ په شپږمه نېټه وويل،امريکا ته د هو جين تاو سفر به په غښتلی ډول په نوی بهير کې د چين او امريکا تر منځ د اړيکو پرمختګ چټک کړي.
ښاغلي يانګ په همدې ورځ په نيويارک کې له نورو هېوادونو سره د اړيکو په اړه د امريکا د کميټې له غړو سره په غرمنۍ ميلمستيا کې وويل،نوموړی سفر به د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ د تفاهم او دوستۍ د پياوړتيا،د نړۍ د سولې،ثبات او ګډ پرمختګ لپاره ډېرې مثبتې ګټې ورسوي.
د امريکا اړوندو چارواکو وويل،د چين او امريکا تر منځ اړيکې د دواړو هېوادونو حتی نړۍ لپاره ډېر مهم دي.دوی امريکا ته د هو جين تاو سفر ته سترګې په لار دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |