د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا د کمېټې غړي او د دفاع وزير ليانګ ګوانګ ليې د جنورۍ د لسمې نيټې په سهار په بېجينګ کې د امريکا د دفاع له وزير رابرټ ګېټس سره په خبرو اترو کې وويل، اوس د چين او امريکا د ځواکونو تر منځ اړيکې د پرمختګ له نويو فرصتونو او په عين وخت کې له نويو ننګونو سره مخامخ دي. دواړه خواوې بايد خپلمنځي ګډې ګټې پراخې، توپيرونه او اختلافونه کم کړي چې د دواړو ځواکونو تر منځ اړيکې په سالمه او ثابته توګه پرمختګ وکړي. چين تل د دواړو ځواکونو تر منځ اړيکو پرمختګ ته اهميت ورکوي او د دې په اړه يې پرله پسې کوښښونه کړي دي.
ښاغلي ګېټس وويل، د دواړو ځواکونو تر منځ مسلسلې خبرې اترې او تګ راتګ د دواړو خواوو له ګډو ګټو سره سمون لري.
ژباړونکې:شکريه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |