CRI Online

د امريکا د سوداګرۍ وزير: د چين اقتصادي پرمختګ د امريکا او د نړۍ د اقتصادي پرمختګ لپاره ګټور دی

cri     (GMT+08:00) 2011-01-14 12:01:23

د امريکا د سوداګرۍ وزير ګاري لوک د جنورۍ په ديارلسمه نېټه په واشنګټن کې وويل، امريکا د چين د اقتصادي چټک پرمختګ هرکلی کوي، دا نه يوازې د چين بلکې د امريکا او نړيوال اقتصاد لپاره ډېر ګټور دی.

هغه په همدې ورځ د امريکا او چين تر منځ د سوداګرۍ د دولتي کميټې په ميلمستيا کې وويل، د چين اقتصاد په چټکه توګه پرمختګ د امريکايي شرکتونو د پرمختګ لپاره زياتې زمينې او فرصتونه برابروي. اوس د دواړو هېوادونو د همکارۍ اړيکې له يو نوي او ارزښتناک بهير څخه تېريږي. چين د نړۍ دوهم لويه اقتصادي ټولنه ده او د چين او امريکا تر منځ سوداګريزې همکارۍ به د نړيوال اقتصاد د پر له پسې پرمختګ لپاره ښه زمينه برابره کړي.

ژباړونکې:شکريه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای