CRI Online

چين د زيات شمير امريکايی تصديو لپاره ګټه اخيستونکی مرکز ګرځي

cri     (GMT+08:00) 2011-01-17 11:12:44

په دې وروستيو کلونو کې د اقتصاد او سوداګرۍ په ساحو کې د چين او امريکا همکارۍ پر له پسی پرمختيا شوې او يو بل ته پانګونې په دواملرونکې توګه زياتې شوې. د ٢٠١١ کال په پيل کې د جنرال الکتريک شرکت او د فورد د موټرو توليدولو شرکت په شمول د امريکا زيات شمير مشهورو شرکتونو په جلا جلا توګه څرګنده کړې چې په چين کې د پانګونې اندازې به زياتې کړي. د شميرنې له مخې چين د زيات شمير امريکايی تصديو لپاره ګټه اخيستونکی مرکز ګرځي.

د چين او امريکا د سوداګرۍ ټولنې تير کال د يو څارنيز راپور په خپرولو سره وويل ٢٠٠٩ کال په چين کې يو اويا سلنی امريکايی تصديو ګټی تر لاسه کړي او شپږ څلويښت سلنی تصدۍ د چين په بازار کې د نورو هېوادونو په پرتله زياتې ګټې ګټلې وې.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای