CRI Online

چين او امريکا بايدد خپلمنځي اړيکو د لا ټينګېدو لپاره هڅې وکړي

cri     (GMT+08:00) 2011-01-17 15:22:13

د چين د دولت رئيس هو جين تاو د جنورۍ په ١٧مه نېټه وويل، چين او امريکا بايد د دواړو هېوادونو خلکو د اصلي ګټو پر بنسټ او د نړيوالې سولې او پرمختګ د په نظر کې نيولو سره خنډونه او موانع لېرې کړي تر څو خپلمنځی اړيکې په پر له پسې توګه ټينګې شي.

هو جين تاو په همدې ورځ د امريکا له ولسجيت او د واشګټن پوست ورځپاڼو سره د ليکلي مرکې په تر څ کې په دې اعتراف وکړ چې د چين او امريکا ترمنځ ځيني توپيرونه او حساسې مسئلې موجودې دي. دواړه خواوې بايد خپلمنځی تګ راتګ او متقابل اعتماد پياوړی کړي او په ښه توګه توپيرونه او حساسې مسئلې حل کړي، تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې په سالمه توګه پرمختګ وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای