د چين د دولت رئيس هو جين تاو د جنورۍ په اوولسمه نېټه وويل،چين د اقتصاد او سوداګرۍ د عمومي اندازې له نظره د نړيوال اقتصاد لپاره مهم خدمتوبه برابر کړي او د چين ژن مين بي يوانو تر يوې اندازې پورې خپل رول لوبولی دی.خو د يوانو نړيوال کېدل لا هم اوږدې مودې ته اړتيا لري.
هغه په همدې ورځ د امريکا د وال ستريت او واشنګټن پوست ورځپاڼو سره د ګډې کتبي مرکې په ترڅ کې وويل،امريکايي ډالره په ټولې نړۍ کې د زيرمې عمده پول دی.د نړۍ زياتره لويې معاملې،پانګې اچونې،د پولي بازار معاملې عمومأ د امريکايي ډالرو په وسيله تر سره کوي.نو د امريکا د پيسو پاليسي پر نړيوال پولي بازار باندې ستره اغيزه لري.نو په معاملو کې د امريکايي ډالرو جريان بايد په معقول ډول وساتل شي.
ژباړونکې:شکريه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |