د خلکو ورځپاڼې د جنورۍ په ١٧ نېټه د يو راپور په خپرولو سره وويل چې د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزې همکاری راتلونکی پراخ دی چې يوازې تل د اوږدې مودې او ستراتيژۍ له نظره په پر له پسې توګه خپلمنځی اقتصادي او سوداګريزې اړيکې پياوړی کړي، د دواړو هېوادونو د خلکو او نړيوالو هوساينې او نيکمرغۍ ته به لازيات خدمتونه برابر کړي.
په دغه راپور کې ويل شوی چې د چين او امريکا ترمنځ اقتصادي او سوداګريزه همکاری دواړو خواوو ته سترې ګټې رسولی دی. د ګډو ګټو پر بنسټ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو پرمختګ د دواړو هېوادونو او خلکو له ګټو سره سمون خوري او په پر له پسې توګه به د دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ کلک بنسټ او خوځنده ځواک وګرځي .
ژباړونکې: ليلا
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |