CRI Online

په پاکستان کې د چين د نړيوالې راډيو خپرونې په رسمي توګه پيل شوی

cri     (GMT+08:00) 2011-01-18 13:55:52

روان کال د چين او پاکستان ترمنځ د دوستۍ کال دی. د جنورۍ له ١٧ نېټې څخه د چين نړيوالې راډيو د پاکستان په ٥ ښارونو کې د ايف ايم ٩٣ څپو په کرايه يو ساعت اردو او يو ساعت انګريزی خپرونې پيل کړې. د پاکستان راډيو خپرونې شرکت په همدې ورځ په اسلام أبادی کې د خپرونې د پيل مراسم تر سره کړل.

د همدې ورځې له غرمې وروسته په ٥ بجو ٥ دقيقو په پاکستان کې د چين لوی سفير ليو جيان د پاکستان په برودکاستنګ شرکت کې د خپرونې د پيل تڼى ته فشار ورکړ.

(اواز ١)

د چين او پاکستان د بېلا بېلو ټولنو د مېلمنو د تودو چکچګو په بدرګه په پاکستان کې د چين د نړيوالې راډيو خپرونې په رسمي توګه پيل شوی. د ٢٠١٠ کال د دسمبر په ١٧ نېټه د چين د صدراعظم ون جيا باو او د پاکستان د صدراعظم يوسف رضا ګيلاني تر رياست لاندې د چين نړيوالې راډيو او د پاکستان راډيو خپرونې شرکت په اسلام أباد کې په رسمي توګه د ايف ايم څپې خپرونې د پيل په اړه د همکارۍ موافقه ليک لاسليک کړ. له موافقه ليک سره سم د روان کال د جنورۍ له ١٧ نېټې څخه د چين نړيوالې راډيو د پاکستان د راډيو خپرونې شرکت د ايف ايم ٩٣ څپو په کرايه په اسلام أباد، کراچی، لاهور، ملتان او کوهات کې هره ورځ يو ساعت انګريزی او يو ساعت اردو پروګرامونه خپاره کړي.

د پاکستان د راډيو خپرونې شرکت مشر مرتضی سولانګي د خپرونې د پيل په مراسمو کې باور څرګند کړ چې هره ورځ د دوو ساعتو پروګرامونو په خپرولو سره د چين او پاکستان ترمنځ اړيکې پياوړې کيدای شي.

(اواز ٢)

نن يوه ستره ورځ ده. روان کال د چين او پاکستان ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ٦٠ کاليزې سره برابر دی.

د چين د نړيوالې راډيو مشر وانګ ګنګ نيان د مبارکۍ په خپل ليک کې وويل د چين د نړيوالې راډيو خپرونې تر پيل وروسته د پاکستان خلک په اسان او صاف ډول چيني پروګرامونه اويدای شي او د چين د بېلا بېلو ځايونو او په سياسي، اقتصادي او سوداګريزو او کولتوري برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاری تبادلې او تګ را تګ په اړه راز راز معلومات تر لاسه کولی شي. په پاکستان کې د چين د نړيوالې راډيو د ايف ايم خپرونې پيل به د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د دوستۍ او متقابل تفاهم د پياوړتيا ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي، اقتصادي او کولتوري تبادلې او د ګډو ګټو پر بنسټ د ګډ پرمختګ لپاره ګټور وي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د سکريتر مرستيال سعد حسن جاويد په چيني ژبه خپله مبارکی وويله.

(اواز ٣)

ډېر خوشاله يم چې نن ورځ د چين او پاکستان له دوستانو سره يو ځای په چيني ژبه خبرې کوم. نن يوه ستره تاريخی ورځ ده چې په پاکستان کې د چين نړيوالې راډيو د اردو ژبې خپرونې پيل شوی دی.

په پاکستان کې د چين لوی سفير ليو جيان د چين نړيوالې راډيو له خبريال سره د مرکې په وخت کې هيله څرګنده کړه چې د پاکستان اورېدونکي د چين نړيوالې راډيو له خپرونو سره مينه ولري.

(اواز ٤)

دا د چين او پاکستان ترمنځ د دوستۍ کال او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو د ٦٠ کاليزې د نمانځنې په يو لړ فعاليتونو کې يوه مهمه برخه ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای