د امريکا د ولسمشر بارک اوباما په بلنه د چين د دولت رئيس هو جين تاو د جنورۍ په اتلسمه نېټه له غرمې وروسته امريکا ته د رسمي سفر لپاره له بېجينګ څخه وخوځيد.
د چين د بهرنيو چارو وزارت د مالوماتو له مخې رئيس هو جين تاو به لومړی واشينګټن ته ولاړ شي. د چين او امريکا مشران به د دواړو هېوادونو د اړيکيو او د ګډې علاقې وړ نړيوالو او سيمه يزو مسئلو په هکله خبرې اترې وکړي.
روان کال د چين او امريکا د سياسي اړيکيو د جوړيدو له څلوېښتمې کاليزې سره برابره دی او هم د يوويشتمې پيړۍ پيل دی. چين او امريکا دواړه د نوموړي سفر په هکله زياتې هيلې لري. امريکايي خوا وويل: امريکا ته د رئيس هو جين تاو د ورتګ د هرکلي لپاره به د ډېرې لوړې کچې ډيپلوماټيکی مراسم ترسره شي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |